د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د افغانستان نوي واکمنان د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي. بلاول بوټو زرداري له الجزیزې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې که سرپرست حکومت د یو مسوول او ځواب ویونکي حکومت په توګه پېژندل غواړي باید د نړیوالې ټولنې هیلې پوره کړي. نوموړی وايي چې د اسلامي امارت لخوا په ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه په اسلامي نړۍ پورې تړلي مسایل دي او په دې برخه کې د لویدیځ فشارونه او د بشري حقونو سازمانونو سختې او توندې څرګندونې ستونزې نشي هوارولی. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې په مکرر ډول د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې ښځې او نجونې د زده کړې او کار له حقه بې برخې نهکړي.