د پاکستان د تاوتریخوالي او امنیت د مطالعاتو انسټیټوت په خپل تازه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې په دې وروستیو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. د دغه انسټیټیوت په راپور کې راغلي دي چې دا بریدونه داسې مهال زیات شوي دي چې پاکستاني طالبانو له حکومت سره د اوربند د ختمېدو اعلان هم نه دی کړی. د دواړو خواو ترمنځ د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب څه موده مخکې د سولې اوربند شوی و. د راپور له مخې تېره میاشت پاکستان کې ۴۲ ترهګریز بریدونه شوي چې د اګست د میاشتې په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي. په دغو بریدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي چې ۲۴ یې د پاکستان امنیتي ځواکونه دي. دغه راز په دې مودې کې ۷۷ تنه نور کسان ژوبل شوي هم دي چې ۱۹ یې امنیتي ځواکونه دي. راپور وايي چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه ۶۰ سلنه لوړه شوې ده او دا د دې څرګندوی دی چې امنیتي ځواکونه د بریدوګرو اصلي هدف دي.