په ایران کې د بشري حقونو د ملاتړ یوې ډلې ویلي چې د دغه هېواد د اخلاقي امنیت پولیسو په قید کې د وژل شوې کردۍ مېرمن مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د پیل شویو لاریونونو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو په اقداماتو کې ۹۲ کسان وژل شوي دي. د ایران په جنوب ختیځ کې، د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې، په نښتو کې د ۴۱ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. په ایران کې د روانو لاریونونو درېیمه اونۍ روانه ده او د دغه هېواد په کرد مېشتو سیمو کې د سختو لاریونونو او اخ و ډب خبرونه خپاره شوي دي. دا په تېرو درېو کلونو کې په ایران کې د حکومت پر وړاندې تر ټولو سترې لاریون ګڼل شوی دی.