د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس ستانکزي د څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی او ویلي يې دې چې د دا ډول څرګندونو سره ددواړو هېوادونو اړیکې زیانمنیږي. د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت سیاسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي څو ورځې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په ځواب کې ویلی وو، چې پاکستان دې نور د افغانستان پر سر سوداګري نه کوي. شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي وو، چې ترهګرې ډلې اوس هم په افغانستان کې شته او نړۍ ته یې ګواښونه رامنځته کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار د ستانکزي پر څرګندونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونو سره د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنیږي. هغه ویلي، د ستانکزي څرګندونې د منلو وړ نه او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ضد دي.