د کابل والي مولوي ندامحمد ندیم په کابل کې ښوونکو ته د هغوی د ستونزو د هواري ډاډ ورکولو ترڅنګ وايي چې د عصري علومو زدهکړه د ټولنې اړتيا ده. هغه پرون په کابل کې یوې غونډې ته چې شاوخوا زر ښوونکو او د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو په کې ګډون کړی و وویل، چې عصري علوم د ټولنې اړتیا ده، ځکه یو هېواد اړتیا لري چې ډاکټر ولري، پیلوټ ولري او د دې لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل ضرور دي. نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره اونۍ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي یوې غونډې ته وویل چې عصري زده کړې فرض دي خو د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ خالد حنفي هغه مباح وبللې.