د بهرنیو چارو وزارت هېواد کې وروستۍ پېښې د افغانانو د دښمنانو له خوا دسیسه بولي او وايي، ا.ا د افغان ولس پر قومي او مذهبي وېش باور نه لري او ځان د ټولو افغانانو د ژوند د ساتنې مسؤول ګڼي. وړمه ورځ د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د کاج په نامه پر ښوونيز مرکز برید وشو چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د بهرنیو چارو وزارت زياتوي، ا.ا په هيڅ ډول د افغان ولس پر قومي او مذهبي وېش باور نه لري او ځان د ټولو افغانانو د ژوند د ساتنې مسؤول بولي. سرچينه کاږي، علماء او ولس د فرقه يي بېلتون اچوونکو کړيو د ناکامو هڅو په اړه ويښ دي او هيڅ لوري ته به اجازه ورنه کړي چې ترمنځ یې مذهبي، قومي، ژبني او سمتي تفرقې او تعصبونه ایجاد کړي.