د پاکستان یوې محکمې د یوې ښځینه قاضي د ګواښولو په تور د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی. عمران خان څه موده مخکې د اسلام اباد د یوې محکمې ښځینه قاضي ګواښولې وه، چې که بیا یې واک ترلاسه کړ، نو د دغې قاضي پر ضد به اقدامات کوي. دغې ښځینه قاضي د عمران خان د ګوند د یوه مهم غړي د نیولو امر کړی وه. د پاکستان جیو تلویزیون خبر ورکړی چې د اسلام اباد یوې ځایي محکمې په یاده قضیه کې د عمران خان د نیولو امر کړی دی. سرچینې زیاته کړې چې د ښځینه قاضي تر ګواښولو وروسته د اسلام اباد په مارګله سیمه کې د عمران خان پر ضد عریضه ثبت شوې وه. راپورونه وایي چې په یاده قضیه کې عمران ته ویل شوي وو چې محکمې ته حاضر شي، خو دا چې هغه نه و، حاضر شوی، نو محکمې یې د نیولو امر کړی دی.