د امریکا د نیویارک په یوې محکمه کې د پاکستان په تر ټولو ستر سوداګریز بانک له ترهګرو سره د همکارۍ تور پورې شوی دی. د راپور له مخې، بر حبیب بانک نېغ په نېغه له ترهګرو سره دهمکارۍ تور نه دی پورې شوی، خو ویل شوي چې دغه بانک دالقاعدې ډلې اړونده مشتریانو ته خپل خدمات وړاندې کړي او ترهګرو له دې بانکي حسابونو استفاده کړې ده. سرچینې زیاته کړې چې د حبیب بانک د دې همکارۍ له امله ګڼې ترهګرې ډلې قوي شوي دي. یادې محکمې ویلي، حبیب بانک قصداً داسې اقدامات کړي دي چې د ترهګرو ډلو سره تړلي مشتریان له نړیوالو بندیزونه څخه وژغورل شي او د داسې کار کولو سره حبیب بانک د ترهګرو بریدونو په دسیسو کې شریک شوی دی. د محکمې د تورونو له مخې، د حبیب بانک د دغه ډول کړنو له امله چې ترهګریز بریدونه شوي، په ترڅ کې یې ۳۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو د پاکستان حبیب بانک د امریکايي محکمې دغه تورونه رد کړي دي.