د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره باید د تصمیم یوه مرجع ایجاد شي. حکمتیار وايي، چې دا مرجع باید د افغانستان اساسي قانون او د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه پرېکړې وکړي. هغه وویل چې اوس په افغانستان کې یوه داسې مرجع نشته چې د ټول ملت استازیتوب وکړي. نوموړي زیاته کړه دا مرجع به د اوسني موقت حکومت څخه واک په سوله ییزه بڼه نوي حکومت ته انتقالوي. نوموړي همداراز څرګنده کړه چې افغانان ځکه وروسته پاتې دي چې فرض شوي علم ته یې شا کړې ده. ده زیاته کړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنو او د هېواد داخلي وضعیت ته په کتلو سره حالات ترینګلي دي او له دې حالاتو او بحران څخه د وتلو لپاره یوه جامع سوله ییزې حل لارې ته اړتیا لري. حکمتیار دغه راز ویلي، چې د دوحې مذاکرات ځکه بریالي نه یو لوری یې بهرنی و او بل لوري یې د ټولو افغانانو استازیتوب نشو کولی.