د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ژمنه وکړه، چې د ژمي له راتګ مخکې به افغانستان سره بشري مرستې وکړي. د چک په پلازمینه پراګ کې د افغانستان سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغان سفیر شهزاد اریوبي په مشرۍ د اسیایي سفیرانو ګروپ د چک د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک لیبریکي سره ولیدل. د چک د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک لیبریکي په دې ناسته کې ویلي، چې اسیایي هېوادونه په اقتصادي او سیاسي پرمختګونو کې مهم رول لوبوي. هغه زیاته کړې چې هېواد یې د اسیایي هيوادونو لپاره نوې تګلاره جوړه کړې چې له مخې یې غواړي له دغو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې کړي. نوموړي وویل چې افغانستان یې له یاده نه ایستلی او له ژمي مخکې به یې هېواد بشری مرستې ولیږي.