د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په تړاو اندېښنه ښودلې ده. نوموړي پرون یوې غونډې ته ویلي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او دا ډلې ښايي د خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو پر ضد جنایتکارانه پلانونه جوړ کړي. پوتین ویلي، که پر پولو د ګواښونو مخه ونه نیول شي، د سیمې د هېوادونو پر وضعیت منفي اغېز لرلی شي. هغه په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د برید یادونه هم کړې چې په خبره یې هلته د تروریستي ډلو لخوا ترسره شوی دی.