د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې سږکال د پنبې په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی، د دې ولایت کروندګر خوښ دي او وایي چې د نورو کلونو په پرتله یې سږکال د پنبې حاصلات څو برابره زیات شوي دي. خو پخته پلورونکي بیا وایي، چې افغاني پخته ګرانه او په کور د ننه یې اوس څوک د اخیستو توان نه لري او پر ځایي مصنوعي هغه، چې په (ګاز) باندې مشهوره ده اخلي.