د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین او روسیې استازو یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان ګنګل شوې شتمني دې ازاده کړي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي، د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو لپاره له غوښتنو سره سره لا تر اوسه په دې برخه کې ګټور ګام نه دی پورته شوی. دغه راز په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ویلي، د افغانستان دغه کنګل شوې شتمني باید د افغانانو د ژوند پر ښه والي او د دغه هېواد د اقتصاد پر بیا رغونه ولګول شي. ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدو د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی. تر دې مخکې د امریکا مالیې وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ په سویس کې د ساتنې یو صندوق جوړ کړی او د افغانستان درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالر یې ور لېږدولي دي.