د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي چې امریکا له اوکراین سره د قانون د تطبیق او ملکي برخو کې د ۴۷۵.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نورې مرستې کوي. نوموړي وویل چې کیېف ته یې وار د مخه ۱۸۷ میلیونه ډالرو مرستې استولي او په دې سره به د اوکراین ملي پولیسو او دولتي سرحدي ګارډ خدمت ته په مستقیمه توګه پیسې واستول شي. بلېنکن همدرانګه وویل چې د دې پیسو یوه برخه له اوکراین سره د هغو روسي سر تیرو څخه په تحقیق کولو کې مرسته وکړي چې د اوکرایني ځواکونو او ملکیانو سره یې ظلم کړی او زرګونه تنه یې وژلي دي. ده د دې مرستو د اعلان پر وخت وویل چې امریکا د اوکراین له ولس سره اوږه په اوږه ولاړه ده او د دموکراتیک، خپلواک او خودمختار اوکراین ملاتړ ته ژمنه ده.