د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف وايي، چې نړيواله ټولنه دې تر هر څه د افغانستان د اقتصاد ژغورلو ته لومړيتوب ورکړي. نوموړي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دې د اقتصادي حالت د ژغورلو لپاره پر زيربنايي پروژو تمرکز وشي. د ده په وینا، د افغانستان د انزوا به د سیمې او نړۍ د هېوادونو ته ښې پايلې ونه لري.