د امریکا سفارت وایي چې اوس هم دوی له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی او له تېر یوه کال راهیسې یې ۱،۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده. دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت نوې شارژدافیرې مېرمن کرن ډېکر پر خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي. هغې زیاته کړې چې له خپلو نړیوالو متحدینو، شریکانو او نړیواله برخه اخیستونکو ملګرو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي. د کرن ډېکر په وینا، په دې ستونزمنو شرایطو کی د افغانستان له خلکو سره د قطر دوامداره مرستې ورته د ستایلو وړ دي او دا په خپله په سیمه کی د سولې او ټیکاو لپاره د قطر د ژمنتیا يوه پیاوړي نښه ګڼل کیږي. د امریکا د سفارت نوې شارژدافیرې زیاته کړې، دامریکا متحده ایالات له افغانستان سره د بشرپاله مرستو یوازینی ستر تمویلونکی هېواد دی. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې را هیسې یې هېواد له افغانستان سره د ۱،۱ میلیارد ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده.