د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي چې هېواد یې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنه لري. نوموړي ویلي چې افغانستان اوس له نویو ننګونو سره مخ دی، ۳۰ میلیونه خلک له اقتصادي بحران سره مخ دي او بانکي سیسټم يې خراب شوی دی. د شریف په وینا، پاکستان داسې یو افغانستان غواړي چې هلته سوله وي او ټولو ته له جنډر، قوم او مذهب پرته حقوق ورکړل شي .د نوموړي په وینا، هغوی په افغانستان کې د ښځو حقوقو او نجونو ته دزده کړې پلوي دي، خو په دې بهانه دې افغانستان باید منزوي نه شي. د پاکستان لومړي وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان سره د بشري مرستو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ۴،۲ میلیارده ډالرو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي. دغه راز هغه د افغانستان د کنګل شویو زیرمو د خوشې کولو غوښتنه هم وکړه، چې د ده په وینا، ورسره به د افغانستان بانکي سیسټم بېرته فعاله شي. نوموړي وویل چې هېواد یې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنه لري.