د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه د ۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ځلغوزي بهر ته صادر شوي دي. که څه هم د افغانستان د تېر نظام له پرځېدو وروسته هوايي دهلیزونه بند شوي او بهر ته د صادراتو په تېره بیا ځلغوزیو صادرات کم شوي خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ځلغوزیو د صادراتو اندازه په زیاتېدو ده. دا وزارت وايي، ډېر ژر به ۱۸ ټنه ځلغوزه ایټالیا ته صادره شي. ورته مهال یو شمېر د جلغوزیو سوداګر د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې ګاونډیو هېوادنو ته دې د جلغوزیو د قاچاق مخه ونیسي.