د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، چې روسیه د روانې جګړې د پای ته رسولو پلان نه لري. نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته کړې دي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه ویډیو یي پیغام له لارې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د روسیې پوځ ته د نویو سرتېرو د جلب جذب په اړه خبرې وکړې. پوتین د خپل هېواد له ټولو هغه کسانو چې په نظامي برخه کې تجربه ولري غوښتي چې بیا ځلي په پوځ کې نوم لیکنه وکړي. بلخوا بیا د اوکراین ولسمشر ویلي، چې اوس د خبرو او مذاکرې چانس له لاسه وتلی او دوی به پوره هڅه وکړي، چې خپله پاتې خاوره هم له روسي ځواکونو څخه ونیسي. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د اوکراین او روسیې جګړه تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه بلل شوې ده.