د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د اقتصادي دهلېز له لارې له چین څخه روان شوي د افغانستان سوداګریز توکي قرغزستان ته رسیدلي دي. دغې ادارې ویلي، چې په توکو بار دغه اورګاډی به راتلونکو څو ورځو کې د حیرتان بندر ته را ورسیږي. سرچینې زیاته کړې، دغه انتقالات د واخان کورېډور شرکت له لوري کیږي. د یادونې وړ ده، چې د روانې وږي میاشتې په ۱۸مه، نېټه د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ استازو په تاشکند کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې هغه موافقتنامه لاسلیک کړه چې له مخې یې د یادو هېوادونو ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز رامنځ ته شو. د اوسپنۍ پټلۍ اداره وایي، دا اقتصادي دهلېز چې د اوس لپاره د درېو میاشتو مودې په موخه په ازمایښتي ډول لاسلیک شوی دی، له مخې به یې له چین هېواد څخه کانټینري سوداگریز توکي لومړی قرغزستان ته راځي او تر هغې وروسته به د ازبکستان اوسپنې پټلۍ پر مټ د افغانستان بلخ ولایت ته را رسیږي. سرچینه وایي، همداراز د افغانستان تولیدات او ترانزیت به له یاد اقتصادي دهلېز څخه په گټه اخیستنې تر چین هېواد پورې په لنډو ورځو کې رسیږي.