یو شمېر افغانان کډوالو او پخوانیو امریکایي پوځیانو په واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ مخې ته پرلت وهلی دی. د دې پرلت یو تن افغان ګډونوال او د افغان امریکايي بنسټ غړي جاوېد کوټوال وایي، چې دوی څلور ورځې مخکې دا پرلت پیل کړی دی. د نوموړي په خبره، چې د دوی پرلت به له دوو اونیو څخه نیولې، ان کیدای شي تر شپږو میاشتو پورې دوام پیدا کړي. د کوټوال په وینا، له پرلت څخه د دوی موخه داده، څو د امریکا کانګرس هغه قانون یا مصوبه تصویب کړي چې تازه راغلو افغانانو ته پکې د دایمي اوسیدو حق ورکول کېږي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته شاوخوا ۷۵ زره افغانان امریکا ته د تخلیې په پروګرام کې لېږدول شوي او دوی ته د دوو کالو ویزه ورکړل شوې ده.