د کابل ښار صنعتګرو د یوې غونډې په ترڅ کې د برېښنا او دایمي ځای له نشتوالي شکایت وکړ او له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره یې اقدام وکړي. د افغانستان د صنعتګرو ټولنې رییس عبدالجبار صافي په کابل کې يوې غونډې ته وويل، د کافي برېښنا نشتوالي له امله د ۴۰ سلنه فابريکو کارونه ټکني شوي دي. سرچينې په هېواد کې تولیدېدونکو توکو ته د ورته توکو واردېدل د صنعتګرو لپاره بله ستونزه وبلله او له سرپرست حکومته غواړي د وارداتو مخه یې ونيسي او پر خلکو يې غږ وکړ چې له کورنيو توليداتو ګټه واخلي. ورته مهال د کانونو او صنایعو خونې رییس شیرباز کمین زاده وايي، چې د صنعتګرو ژمنتیا کولی شي اوسنیو ننګونو ته د پای ټکی کېږدي. هغه زیاته کړه سرپرست حکومت له هغو صنعتګرو سره چې په کابل کې کار کوي ژمنه کوي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به ورته د کابل په صنعتي پارکونو کې ځمکې ووېشل شي.