په هېواد کې بې اسنادو موټرو ته د سند ورکولو طرحه تصویب شوه. د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رییس عبدالرحمن وقاد یوې غونډې ته وویل، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري په هېواد کې بې اسنادو موټرو ته د سند ورکولو طرحه يې تصویب کړې او سر له ننه د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د پلي کېدو وړ ده چې تر شپږو میاشتو پورې به دوام وکړي. د یو کیلي موټرونو ځینې څښتنان وايي چې له دا ډول موټرو د نوي والي او ارزانوالي له کبله ګټه اخلي، خو اوس دې ته خوشحاله دي چې موټرونه یې ثبتېږي او اسناد به ترلاسه کړي.