په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرست مارک پوتزل د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، غمجن او د شرم وړ عمل بللی. یوناما په یوه خبرپاڼه کې د پوتزل له قوله چې په ګرمسیرو کې سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په مناسبت یې خپره کړې لیکلي چې له شپږم ټولګې پورته ښوونځیو څخه د نجونو روان محرومیت هیڅ ډول معتبره توجیه نه لري او په نړۍ کې هېڅ بل ځای دا ډول څه نشته. د پوتزل په خبره، دا د نجونو یو نسل او پهخپله د افغانستان راتلونکي ته سخت زیان رسوي. یوناما خبرداری ورکړی که د نجونو او ښځو سره دا ډول چلند دوام وکړي، د لویو ناامنیو، بېوزلۍ او انزوا په ګډون به، د افغانستان پر وړاندې کړکېچونه لا ژور کړي.