د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د اوکراین پر څو برخو یې تازه بریدونه کړي دي. د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې ده چې روسي پوځيانو د اوکراین په خیرسون، میکولیاف او دونتڅک سیمو بریدونه کړي، دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې ده چې د اوکراین په خیرسون سیمه کې يې عملیات کړي خو بریالي نه وو. له دغو بریدونو سره په یو وخت، د امریکا د دفاع وزارت د استخباراتو رییس سکاټ بریر ویلي په اوکراین کې د روسیې ماتو او مختلفو سیمو کې د مسکو د منابعو وېش ته په کتو، داسې نه ښکاري چې روسان دې د ولادیمیر پوتین د یرغل اصلي هدف ترلاسه کړي. بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ازبکستان کې لویي سیمه ایزې غونډې ته خبرداری ورکړ که اوکرایني ځواکونه په روسیه کې تاسیسات په نښه کړي هېواد به یې پر اوکراین بریدونو ته زور ورکړي.