په کابل کې سلګونه کسانو د امریکا د ورستۍ پرېکړې، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ له برخې څخه به ۳.۵ میلیارده ډالر په سویس کې یو نوي جوړ شوي فنډ ته وسپارل شي، په غبرګون کې لاریون ترسره کړ. دغه لاریونوالو له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې کنګل شوې شتمنۍ د افغانانو حق دی او باید د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شي. ددوی په خبره امریکا په خپلو بندیزونو سره په افغانستان کې اقتصادي بحران رامنځته کړی. لاریونوالو دغه راز له ملګرو ملتونو څخه د امریکا او انګلستاني ځواکونو له لوري په افغانستان کې د شویو بشري جنایتونو د پلټنې غوښتنه هم وکړه. لاریون کوونکو امریکا ته خبرداری ورکړ که چېرې یې غوښتنې ونه منل شي په ټول هېواد کې به پراخل لاریونونه ترسره کړي.