د شانګهای همکاریو سازمان وايي دوی د یوه خپلواک، بې پلوه، ډیموکرات، له هر ډول ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک سوله یېز افغانستان ملاتړ کوي. د شانګهای همکاریو سازمان دوه ورځنۍ غونډه چی دوه ورځې مخکې د ازبکستان په سمرقند ښار کې پیل شوې وه، پرون د یوې کډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې راغلي، د شانګهای همکاریو سازمان پر دې باوري دی، چې د دې سازمان د غړو هېوادونو په سيمو کې امنیت او ثبات رامنځته شي او د افغانستان وضعیت ته بايد جدي پاملرنه وشي. د دغه سازمان د سرمشریزې غونډې په اعلامیه کې په افغانستان کې دیوه داسې تولشموله حکومت غوښتنه کړې چې د ټولو قومي، مذهبي او سياسي ډلو استازي پکې شتون ولري. په اعلامیه کې د هغو ګاونډيو هېوادونو ستاينه شوې چې په تېرو کلونو کی یې د کډوالو افغانانو کوربه توب کړی دی. د شانګهای سازمان ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.