سره له دې چې پرون د قرغزستان او تاجکستان په ګډو سرحدي سیمو کې د جګړو د پای ته رسولو لپاره په اوربند موافقه وشوه خو څو ساعته وروسته دواړو هیوادونو یو بل د اروبند په ماتولو تورن کړل. د مرکزي آسیا دې دواړو ګاونډیانو یو بل تورن کړي چې په سرحدي سیمو کې په کورونو، سرحدي پوستو او ملکي زیربناوو یې د درنو وسلو بریدونه کړي. قرغزستان ویلي چې تاجک ځواکونو د بکتین جنوب لویدیځه سیمه په راکټ لانچرونو ویشتې او هم یې سرحدي پوستې ویشتلې دي. د دې هیواد د عامیې روغتیا د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په اعلامیې کې راغلي، چې د بکتین په سیمه کې روغتیایي مرکزونو ته د ۲۴ کسانو مړي وړل شوي دي. دا لا معلومه نه ده چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او که نظامیان. ها خوا بیا تاجکستان ویلي چې قرغز ځواکونو په سرحدي سیمو کې خپل سنګرونه قوي کړي او په دریو سرحدي کلیو یې ډزې کړي.