د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمه ییزې غونډې ته وویل چې غواړي د اوکراین جګړه څومره ژر چې ممکنه وي پای ته ورسیږي. اردوغان اوزبکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته وویل چې ترکیه د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي. نوموړي د پوتین هغې اندېښنې ته هم غبرګون وښود چې ویلي یې دي د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د موافقې له مخې له اوکراین څخه بهر ته لیږدول شوې غله په کافي اندازه مخ په ودې هیوادونو ته نه رسیږي. د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزې ته د څو آسیایی هیوادونو مشران په داسې حال کې راټول شوي چې روسیه غواړي په ډاګه کړي چې د اوکراین د جګړې له امله په بشپړ ډول منزوي شوې نه ده.