ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښوودلې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت غوښتونکي دي. د نوموړي په وینا له افغانستان وروستي راپورونه هیله بښونکي نه دي او دوی به خپل څار لا ډېروي. هغه یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی او په دې برخه کې یې د عملي هڅو غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنوونکی بللی و، خو افغان حکومت دا راپور یو اړخیز وباله او ټينګار یې وکړ چې د حقایقو پر بنسټ نه دی لیکل شوی.