جاپاني رسنیو هلته د تللو افغانانو له خولې لیکلي چې د جاپان حکومت ورسره ناوړه چلند کوي او د دوی د پاتې کېدو لپاره یې سخت شرایط وضع کړي دي. دوی وایي همدا اوس جاپان ته تللي څلوېښت سلنه افغان کډوال بېرته له دغه هېواد وتلي دي. بلخوا جاپان له شاوخوا ۲۰۰ بېولو افغان کډوالو یوازې ۹۸ ته یې د اوسېدو اجازه ورکړې ده او نورو ته یې د وتلو سپارښتنه کړې ده. جاپان له هغو هېوادونو دی چې د کډوالو پر وړاندې سخت قوانین لري او د بهرنیو وګړو له منلو ډډه کوي. دا لومړی ځل و چې ګڼ شمېر افغانان یې د کډوالو په توګه ومنل خو پر وړاندې یې سخت شرایط وضع کړي دي.