د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو په اړه بحثونه پراخ شوي دي. تازه د افغانستان او امریکا ترمنځ د کنګل شوې شتمنۍ پر سر مذاکره کوونکي ټیم ته نږدې سرچینو هم تایید کړې چې د افغان شتمنۍ یوه برخه د سویس بانک ته لېږدول کېږي. امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د افغانستان بانک نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده او اوس سرچینې وایي چې له دې ډلې ۳،۵ میلیارده به د سویس یوه بانک ته لېږدول کېږي او د امریکا تر مستقیم نظارت لاندې به لګول کېږي. بهرنۍ رسنۍ وایي چې دا پیسې د بشردوستانه مرستو لپاره لګول کېږي، خو د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې ددې پیسو مصرفول د افغانستان په زیان دي ځکه هغه د افغاني کرنسۍ پشتوانه ده او ساتل یې اړین دي.