ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر روان بشري وضعیت اندېښنه ښوودلې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوالې ادارې په نړیواله کچه د بشري وضعیت په اړه غونډه کړې وه چې په هغه کې پر افغانستان هم خبرې شوې دي. په دې غونډه کې د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې دلته بشري وضعیت ترینګلی دی او افغانان له بشري اړخه له ناورین سره مخ دي. دده په خبره له یوې خوا لوږه، کمزوری اقتصاد او اقتصادي فشارونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې سخت کړی دی او له بلې خوا د ښوونځيو د بندېدلو دوام هم د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. ریچارډ بېنېټ ویلي افغانستان کې لوږه د چټکې پراختیا په حال کې ده او که پر وخت اقدام نه کېږي نو په دغه هېواد کې به روان بشري ناورین نور هم پراخ شي.