افغان حکومت د بشري حقونو نړیوالې ادارې پر وروستی راپور غبرګون ښوودلی دی. د افغانستان.ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټ پیغامونو کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور یو اړخیز بللی او په وینا یې بې طرفي پکې په پام کې نه ده نیول شوې. هغه زیاته کړې چې ځینې خاصې کړۍ د ملګرو ملتونو له نامه ناسمه ګټه پورته کوي او په خپلو راپورونو کې لوری پالي چې له همدې امله د بشري حقونو وروستی راپور هم بې طرفانه نه دی. دده په وینا ملګري ملتونه او د بشري حقونو اداره باید د افغانانو فرهنګ او دودونو ته درناوی وکړي او له دې زاویې دې د بشري حقونو په اړه راپور جوړ کړي. مجاهد دغه راز زیاته کړې چې ملګرو ملتونو د افغان حکومت په تېرو یو کلنو لاس ته راوړنو سترګې پټې کړې دي او یوازې څو موضوعات یې شاربلي او له خپلې زاویې یې تحلیل کړي دي.