امریکايي نظامیان وایي پر افغانستان یې څار محدود شوی دی. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان جنرال مک کینزي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دمګړی په افغانستان د امریکا استخباراتي څار په نشت شمار دی. دده په خبره امریکا چې څومره څار په افغانستان کې د حضور پر مهال درلود د هغو اوس درې سلنه څارنه هم اوس پر دغه هېواد نه لري. هغه زیاته کړې چې امریکا دمګړی د افغانستان په اړه د معلوماتو له خلا سره مخ ده، له همدې امله باید امریکایان له خپل امنیت ډاډمن نه وي. نوموړي زیاته کړې بایډن ته یې ویلي وو چې شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر دې په افغانستان کې وساتي، خو هغه یې دا غوښتنه رد کړې ده چې پایلې به یې وروسته وویني.