اوکراین وایي روسیې په جګړه کې ماتې خوړلې ده او اوس پر عامه تاسیساتو بریدونه کوي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۳ زره کیلیومتره مربع سیمه یې له روسي ځواکونو نیولې ده او دغه ځواکونو د شاتګ پر مهال پر عامه تاسیساتو او د برېښنا پر مرکزونو بریدونه کړي دي. د نوموړي په خبره دمګړی د اوکراین په ختیځ کې شاوخوا ۹ میلیونه وګړي اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري او تاسیسات یې روسانو وران کړي دي. بلخوا په اوکراین کې وروستیو تحولاتو په روسیه کې پر پوتین فشارونه ډېر کړي دي او وایي که پر وخت اقدام و نه شي نو ددې احتمال شته چې روسیه ماته شي.