امریکا غواړي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ نیمایي برخه یې درېیم لوري ته وسپاري. بهرنیو رسنیو د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو مذاکرات دوام لري او تازه دواړه لوري دې هوکړې ته نږدې شوي چې افغان شتمني به د سویس یوه بانک ته سپاري.
ویل کېږي چې په لومړي سر کې به ۳،۵ میلیارده ډالر د سویس دغه بانک ته وسپارل شي او د یادو پیسو د لګولو او کارونې په اړه به نړیوال نظارت موجود وي او نړیوال کارپوهان لا هم دغه پیسو ته د افغانستان د لاسرسي پر څرنګوالي خبرې کوي. رسنۍ دا هم وایي چې ښایي راتلونکې اونۍ دغه مسئله په رسمي توګه امریکایي لوری اعلان کړي.
امریکا افغانستان کې له سقوط وروسته د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده، چې له دې ډلې ۲ میلیارده یې د خصوصي سکتور او اووه میلیارده یې د افغانستان بانک شتمني ده.