اعتیاد او د نشه يي توکو کاروبار افغانستان ته د امریکا بله ویجاړوونکې ډالۍ وه. شینهوا خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال د نشه يي توکو کاروبار او پر دغه ناوړه پدیده د روږدو کسانو شمېره لوړه شوه.
سرچینه کاږي افغانستان ته د امریکا د راتګ یوه موخه دا وه چې دوی به د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي، خو نه یوازې دا چې مبارزه یې نه کوله، بلکې څومره چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې ډېرېدل دومره د نشه يي توکو کاروبار ورسره زیاتېدو.
دغه خبري اداره همدا راز وايي چې له امریکا سره د کار پر مهال زرګونه افغانان او قرار دادیان هم په نشه يي توکو روږدي شول او له همدې سره دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه وګړي په نشه يي توکو اخته دي.