ملګري ملتونه وایي له افغانستان سره پر وخت باید بشردوستانه مرستې وشي. د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه وګړي د خوراکي توکو او نورو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د ژمي تر را رسېدو مخکې او پر وخت له افغانانو سره مرستې وکړي.
دوی وایي چې همدا اوس د روغتیا، خوړو د وېش، کروندګرو سره د لارښوونې او مرستو په برخه کې په کار بوخت دي خو ددې اړتیا ده چې دغه مرستې پراخې شي او د لا ډېرو اړمنو لاسنیوی وکړی شي. ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.