پر افغانستان اقتصادي فشارونو په دغه هېواد کې بشري ناورین پراخ کړی دی. د سولې نړیوال تحقیقاتي مرکز په یوه مقاله کې ویلي چې د امریکا تر وتلو وروسته په افغانستان کې اقتصادي زوال رامنځته شوی او لامل یې هم دا دی چې ددغه هېواد ډېری ادارې په بهرنیو مرستو چلېدې او د افغانستان بانک له ټولو نړیوالو بانکونو سره امنې اړیکې لرلې. سرچینه کاږي امریکا په خپلو بندیزونو او فشارونو له نړیوالو مالي اداراتو سره د افغانستان اړیکې قطع کړې او تر څنګ یې ددغه هېواد ټوله بانکي شتمني کنګل کړه چې دې هر څه په افغانستان کې بشري ناورین، لوږه، د اقتصاد ځوړتیا او بې ثباتي رامنځته کړه. دغه نړیوال مرکز وایي چې له امریکا ددغه پیسو د آزادولو لپاره پرله پسې غوښتنې شوې دي او دوی هم پر خپل وار غواړي چې امریکا د افغانانو شتمني آزاده کړي.