د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي وايي، چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په خصوصي او دولتي بانکونو تر تعزیراتو له وضع کېدو سره سم د افغانستان خصوصي سکټور له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د خصوصي سکټور غړي له اسلامي امارت نه غوښتنه کوي چې د شته ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي. د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وايي، د اسلامي امارت د یوه کال په تېرېدو سره لاهم په کور د ننه د خصوصي سکټور بانکي ستونزې نه دي حل شوي. دوی د افغانستان بانک او سکټوري بنسټونو غوښتنه کوي چې په هېواد کې دننه د خصوصي سکټور بانکي ستونزو ته حل لار برابره کړي. د اقتصاد وزارت مسوولین که څه هم دا ستونزې مني خو زیاتوي چې د حل لپاره یې له خصوصي سکټور سره په ګډه کار پیل کړی دی.