د خیبر پښتونخوا په ټانګ تېل سیمه کې د وسله والو په یوه برید کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. پاکستاني پولیس وايي ټپي شوي پولیس یې په سیمه کې ځايي روغتون ته وړي دي. د دې پېښې پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو په ورستیو ورځو کې تحریک طالبان پاکستان په خیبر پختونخواه کې په امنیتي ځواکونو او پولیسو د ترسره شویو بریدونو پړه منلې. په ورته وخت کې پاکستاني رسنۍ وایي وروستیو فعالیتونو ته په کتو داسې ښکاري چې پاکستاني طالبان په سیمه کې د پیاوړتیا په حال کې دي او دې مسئلې پاکستاني امنیتي ادارو ته سختې اندېښنې پارولې دي. همدارنګه بلوڅ بېلتونپالو هم پر پاکستاني عسکرو خپل بریدونه او عملیات ډېر کړي دي.