د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي په خپله ورځنۍ وینا کې ویلي چې هغه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کیف ته د بلینکن د یو نااعلان شوي سفر په ترڅ کې د یو تروریستي هیواد په توګه د روسیې د نومولو په ګډون په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې. د اوکراین ولسمشر وویل چې له تېرو اتو ورځو راهیسې یې تر زر مربع کیلومتره خپله خاوره یې آزاده کړې ده. دامریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له زلینسکي سره له کتنې وروسته ویلي چې د اوکراین د لومړۍ کرښې غیر معمولي مدافعین د خپل هیواد د ازادۍ لپاره په زړورتیا سره مبارزې ته دوام ورکوي. هغه د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه بیا تایید کړه چې د اوکراین ملاتړ به تر هغه وخته پورې چې اړتیا وي کوي.