د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان د ګډ سوداګريز دهلیز پر جوړېدو خبرې پيل شوې دي. د راپورونو له مخې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس بخت الرحمن شرافت ازبکستان ته تللی او هلته به د ګډ سوداګريز دهلیز په اړه خبرې پيلېږي. ویل کېږي چې په دې غونډه کې به د قرغزستان، ازبکستان، چین او افغانستان استازي ګډون کوي او د نوي ګډ سوداګریز دهلیز پر جوړېدو به خبرې کوي. ددې تر څنګ به د یادو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم بحثونه کېږي او دوی ته به ډاډ ورکول کېږي چې افغان حکومت ورسره په سترو پروژو کې برخه اخیستو ته تیار دی.