افغانستان کې د يونيسکو مشرې پاټريشيا مک فيليپس د ليک لوست د ورځې نمانځغونډې ته ويلي چې تېرو څلور لسیزو کې فقر او بې ثباتۍ د افغانستان تعليمي نظام ته دروند زیان اړولی او په میلیونونو افغانان په ځانګړې توګه ښځي او نجونې یې د لیک لوست او زده کړو له فرصتونو بې برخي کړې دي.