د چین او روسیې ولسمشران په ازبکستان کې سره ګوري. رسنۍ وایي چې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین له خپل چینایي سیال شي جین پینګ سره راتلونکې اونۍ په ازبکستان کې ګوري. دوی به په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او دغه راز په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې وکړی. ویل کېږي چې د اوکراین جګړې چین او روسیه د غرب په مقابل کې لا سره متحد کړي دي او ګډ دریځ یې لا پیاوړی شوی دی. په ورته وخت کې امریکا ځينې تازه اقدامات ترسره کړي دي او پر امریکايي شرکتونو غږ کړی چې تر موقتې مودې پورې په چین کې د نویو پانګونو پر پلان کار و نه کړي او خپل فعالیتونه و ځنډوي.