چین وایي نړیواله ټولنه دې افغانستان ته د ثبات د راتګ په برخه کې رغنده رول ولوبوي. د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر اوسني چلند نیوکه کړې ده او وایي د نړیوالې ټولنې او اداراتو مسوولیت دی چې له افغانستان سره د دایمي ثبات په راتګ کې رغنده همکاري وکړي.
چین همدا راز د روسیې له سفارت سره نږدې چاودنه هم غندلې ده او دا یې هم د نړیوالې ټولنې مسوولیت بللی دی چې په افغانستان کې د دایمي امنیت او ثبات په ټنګېدو کې مرسته وکړي او اجازه ورکړي چې ددغه هېواد اقتصادي ثبات تامین شي. چین تر دې وړاندې هم پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې پر افغانستان خپل فشارونه پای ته ورسوي.