مسکو او کابل د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې د روسیې سفارت ته څېرمه پرونی برید غندلی شوی او دواړو لورو ټینګار کړی چې ورته پېښې به د افغانستان او روسیې اړیکې ترینګلې نه کړي. متقي ویلي چې دی له روسیې سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریکوي او په وینا یې ددغه پېښې په اړه به هر اړخیزې او دقیقې څېړنې ترسره کېږي. لاوروف هم په دې مکالمه کې ویلي چې د پېښې له افغان قربانیانو سره خپله خواخوږي شریکوي او په خبره یې دا د نړیوالو ترهګرو کړیو کار دی چې پر وړاندې به یې ګډه مبارزه ادامه ولري.