په وزیرستان کې په یوه نښته کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني عسکرو غوښتل چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات وکړي خو له برید سره مخ شوي دي او په پېښه کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. په ورته وخت کې پاکستاني رسنۍ وایي وروستیو فعالیتونو ته په کتو داسې ښکاري چې پاکستاني طالبان په سیمه کې د پیاوړتیا په حال کې دي او دې مسئلې پاکستاني امنیتي ادارو ته سختې اندېښنې پارولې دي. همدارنګه بلوڅ بېلتونپالو هم پر پاکستاني عسکرو خپل بریدونه او عملیات ډېر کړي دي.