پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې صادقانه او محترمانه تګلار غوره کړي. د پاکستان د سولې بنسټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو باندې د کارپوهانو کنفرانس جوړ کړی و. سیاسي، اقتصادي او نظامي کارپوهانو په دې کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان هېڅ وخت د افغانستان پر وړاندې صادقانه پالیسي نه ده خپله کړې او نه یې هم د مستقل هېواد په توګه ورسره چلند کړی دی. دوی وایي پاکستان ته په کار ده چې د افغانستان پر وړاندې مسوولانه، صادقانه او محترمانه تګلاره خپله کړي او تر هغه چې دا چاره ترسره نه کړي پاکستان او افغانستان به هم ښې اړیکې ونه لري. کارپوهان وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنۍ اړیکې هم خورا ترینګلې دي ځکه پاکستان دوه مخی سیاست لوبوي او افغان چارواکي په دې مسئله پوه دي.